Jump to content

خیرالدین بارباروس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
خیرالدین بارباروس
اړوند
زېږونځای
زېږون نېټه
۱۴۷۸ — ۱۴۸۴[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۴ جولای ۱۵۴۶[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
ژبې
دنده
  لړۍ...
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
Oruç Reis (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دین
اړين مالومات
جګړه

خیر الدین بارباروس پاشا یا خیرالدین پاشا (پیدایښت: 1470 د میدلي په جزیره کي - مړینه: د جولای 5، 1546 په استانبول کي)، د سمندري ځواکونو مشر ( وزیر )، سمندري قوماندان او د الجزایر عثماني والي وو د نوموړي اصلي نوم خضر بن یعقوب وو، خو خلکو د خضر رییس په نوم هم ورته ویل، او مشهوره په خیرالدین وو. په اروپا کي بیا نوموړی د باربروسا په نوم پیژندل کېدی، چي معنی یې سره ږیره درلودونکی شخص دی. ( باربا : ږیره، روسا : سره)

خیر الدین بارباروس په عثماني واکمنۍ کي د سمندري جهاد یو نامتو سمبول گنل کېدی. په یاد جهاد کي د هغه تر ټولو مهم مرستیالان دده دوه زامن بیوک حسن او کوچ حسن وه. [۴] خیرالدین په لمړي سر کي د خپل ورور عروج تر قوماندې لاندي په بې شمیره سمندري یرغلونو کې مرسته وکړه، او له هسپانیا څخه یې د لسګونه زره ځورېدلو مسلمانانو او یهودانو په ژغورلو کي رول ترسره کړ، چي له همدې کبله د خپل ورور له شهادت وروسته د هغه ځایناستۍ وګرځېدی. د منځنیو پیړیو په ترڅ کي وروسته له هغه چي یوشمېر مسلمانانو او یهودانو د هسپانيې په وړاندي د مرستي غوښتنه وکړه ، خیرالدین او د هغه ورور عروج د الجزایر د پلازمینې په توګه یو دولت رامنځ ته، او ډیر ژر یې د عثماني امپراتورۍ سره د یو دولت په توګه وتړی ترڅو د هغوی له لوري هم مرسته ترلاسه کړي. خیرالدین د خپل ورور د شهادت نه وروسته د الجزائر د ښار د مشهورو خلکو په ټینګار ( ۱۵۱۸ م ) د الجزائر د والي په توګه په دنده وګمارل سو. د والي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته نوموړي خپل ولایت (الجزایر) د عثماني واکمنۍ د یوې برخي په توګه اعلان او ځان یې د هغوی ملاتړی وباله. عثماني سلطان سلیمان قانوني دده د ملاتړ په پار خپل ټول سمندري ځواک دده تر سرپرستۍ لاندي کړ، او د اسپانیا او نورو تیریګرو په وړاندي یې ورسره لویه مرسته وکړه.

خیرالدین د عثمانيانو په دې مرسته باندي د مدیترانې سمندر په مکمله توګه ددوی تر نفوذ لاندي کړ او د روم او اسپانیا دولتونه یې له کړکېچ سره مخ کړه، همدارنګه یې د افریقا په شمال کي د مسلمانانو د نفوذ غوړېدلو په پار ستري هلي ځلي وکړې او تر خپل مرګه پوري یې لوی شمېر هغه مسلمانان چي د اسپانیا له دولت سره بندیان وه، د جګړو په پایله کي الجزایر او نورو سیمو ته راوستل. خیرالدین پاشا پخپل وخت کي د عثماني سمندري ځواک د عصري کولو په موخه هم لوی کارونه ترسره کړه او دغه ځواک یې د څو پېړیو لپاره د اروپا د مشهوره سمندري ځواکونو په کرښه کي ودراوه. د نوموړي قبر اوس مهال د استانبول له سمندري میوزیم سره شتون لري.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ذکر کېدنه: Dictionary of African Biography. Publisher: Oxford University Press. اثر ژبه: انګليسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۱۲.
  2. Arabic Ontology ID: https://al-sharq.com/article/03/01/2020/%D8%AA%D8%AD%D8%AF%D8%AB-%D8%A8%D9%80-6-%D9%84%D8%BA%D8%A7%D8%AA-%D9%88%D8%A3%D9%86%D9%82%D8%B0-%D9%85%D8%B3%D9%84%D9%85%D9%8A-%D8%A7%D9%84%D8%A3%D9%86%D8%AF%D9%84%D8%B3-%D9%85%D9%86-%D9%87%D9%88-%D8%A8%D8%B1%D8%A8%D8%B1%D9%88%D8%B3-%D8%A7%D9%84%D8%B0%D9%8A-%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D8%B4%D9%87%D8%AF-%D8%A8%D9%87-%D8%A3%D8%B1%D8%AF%D9%88%D8%BA%D8%A7%D9%86.
  3. سرچينې تړی: https://al-sharq.com/article/03/01/2020/%D8%AA%D8%AD%D8%AF%D8%AB-%D8%A8%D9%80-6-%D9%84%D8%BA%D8%A7%D8%AA-%D9%88%D8%A3%D9%86%D9%82%D8%B0-%D9%85%D8%B3%D9%84%D9%85%D9%8A-%D8%A7%D9%84%D8%A3%D9%86%D8%AF%D9%84%D8%B3-%D9%85%D9%86-%D9%87%D9%88-%D8%A8%D8%B1%D8%A8%D8%B1%D9%88%D8%B3-%D8%A7%D9%84%D8%B0%D9%8A-%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D8%B4%D9%87%D8%AF-%D8%A8%D9%87-%D8%A3%D8%B1%D8%AF%D9%88%D8%BA%D8%A7%D9%86.
  4. Lindsay Armstrong (2014). "Charles Quint fédère l'Italie". Charles Quint (1500-1558) (په Français). Flammarion. p. 574. ISBN 978-2-0813-4652-9.{{cite book}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)