Jump to content

رابرټ والپول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رابرټ والپول
رابرټ والپول
رابرټ والپول

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
نظربندۍ مقام د لندن برج   د (P2632) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د لویې بریتانیا پاچاهي (۱ مې ۱۷۰۷–۱۸ مارچ ۱۷۴۵)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
لاسليک
رابرټ والپول
رابرټ والپول

رابرټ والپول، د آرفورډ لومړی ارل (زوکړه: د ۱۶۷۶ زکال د اګست ۲۶ مه – مړینه: د ۱۷۴۵ زکال د مارچ ۱۸ مه؛ چې له ۱۷۲۵ زکال څخه تر ۱۷۴۲ زکال پورې د ښاغلي رابرټ والپول په نامه پېژندل کېده) ویګ ډلې ته اړوند بریتانوي سیاستوال و چې په عمومي توګه د لویې بریتا د لومړي باالفعله/ډي فکټو لومړي وزیر په توګه پېژندل کېږي.

په داسې حال کې چې د والپول د واکمنۍ چې «روبینوکراسي» هم ورته ویل کېږي، کره مهال د علمي بحثونو موضوع ده خو تر ډېره پورې له ۱۷۲۱ زکال څخه تر ۱۷۴۲ زکال پورې ګڼل کېږي. نوموړي د والپول – تاونزند (Walpole–Townshend) د لومړي وزارت او وروسته د والپول د لومړي وزارت پر مهال واک چلوه، چې په دې سره نوموړي د بریتانیا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې مودې لپاره د لومړي وزارت په څوکۍ کار کړی. ویلیام آرتور سپېک لیکلي چې د لومړي وزیر په توګه د والپول بې وقفې ۲۰ کلنه دوره «په سمه توګه د بریتانیا په تاریخ کې یو له مهمو سیاسي شاهکارونو څخه ګڼل کېږي». په معمول ډول له ۱۷۲۰ زکال وروسته د سیاسي سیسټم په برخه کې د هغه د ځانګړي مدیریت او همدارنګه د سلطنتي واک او د عوامو جرګې د مخ پر زیاتوالي اغېز د یوځای کېدو اړوند توضیحات وړاندې کېږي. [۱][۲]

والپول اشرافي طبقې ته اړوند وېګ و چې د لومړي ځل لپاره یې په ۱۷۰۱ زکال کې پارلمان ته لار ومونده او له هغو وروسته یې لوړ پوړې څوکۍ لرلې. نوموړی یو کلیوالي مخکښ و چې د خپل سیاسي ځایګي اړوند یې په کلیوالي مخکښانو باندې اتکا کوله. تاریخ پوه فرانک اوګرمن څرګندوي چې په پارلمان کې د هغه رهبري د نوموړي «معقولې او متقاعد کوونکې ویناوې، د احساساتو او د انسانانو د ذهن په راپارولو کې د هغه وړتیاوې او له ټولو وړاندې په ځان باندې فوق العاده باور» منعکس کوي. هاپیټ وايي چې د والپول سیاستونه د اعتدال په لټه کې و، هغه د سولې، لږ مالیاتو او مخ پر ودې صادراتو لپاره کار وکړ او د خپلو پروتستانت مخالفینو پروړاندې معتدل و. نوموړي تر ډېره پورې له جنجالونو او شخړو څخه ډډه کوله ځکه یې هم د خپل معتدل چلن له امله د وېګانو او ټروی محافظه کارانو ترمنځ د هغو معتدل پلویان ځانته جلب کړي و، خو د سویلي سمندر د حباب په نامه باندې د ونډو د بازار له کړکېچ وروسته یې د خزانه دارۍ د وزیر په توګه په خپلو سیاسي متحدینو کې د ځان لپاره ملاتړ موندلو ته پام وکړ.[۳][۴][۵]

هری توماس ډیکنسون د نوموړي تاریخي رول په دغه جمله کې رانغاړي چې «والپول د بریتانیا د تاریخ یو له سترو سیاستوالو څخه و. نوموړي د وېګ ګوند د ساتلو، د هانوور کورنۍ د ځای ناستوب د ساتنې او همدارنګه د ځلانده انقلاب (۱۶۸۸ زکال) د اصولو په دفاع کې مهم رول درلود. نوموړي د وېګ ګوند لپاره دوامدار سیاسي مخکښ توب رامنځته کړ او راتلونکو لومړنیو وزیرانو ته یې دا لار وښووله چې څه ډول کولای شي د پاچا او پارلمان ترمنځ اغېزمنه کاري اړیکه جوړه کړي». څېړونکی نوموړی د بریتانیا تر ټولو لومړیو وزیرانو څخه مخکښ بولي. [۶][۷]

سیاسي ژوند

[سمول]

د والپول سیاسي ژوند د ۱۷۰۱ زکال په جنوري میاشت کې هغه مهال پیل شو، کله چې نوموړي د انګلستان په عمومي ټاکنو کې د نورفولک له کسل رایزنګ سیمې څخه د پارلمان یوه څوکۍ خپله کړه. نوموړي په ۱۷۰۲ زکال کې کسل رایزنګ سیمه خوشې کړه څو وکولای شي د ګاونډۍ کېنګز لېن سیمې استازولي وکړي، هغه کوچنۍ سیمه چې نوموړي کولای شول د خپل پاتې سیاسي ژوند په اوږدو کې هر ځل چې وغواړي له هغې څخه پارلمان ته لار ومومي. رایوورکوونکو او سیاستوالو په هغه د «روبین» مستعار نوم اېښی و. [۸]

والپول د خپل پلار په څېر وېګ ګوند ته اړوند و. په ۱۷۰۵ زکال کې ملکې آن نوموړی خپل مېړه، د ډنمارک شهزاده جورج ته په اړوندې د سمندري ځواک د اعلی سرقوماندانۍ په شورا کې وګماره. والپول وروسته له هغه چې د وېګانو او دولت ترمنځ په مبارزه کې پام وړ وګرځېد د دولت او وېګ رهبرانو ترمنځ یې منځګړیتوب وکړ. د هغه وړتیاو ته د لارډ ګوډولفین (لوړ پوړي خزانه دار او د کابینې مشر) پام شو او په ۱۷۰۸ زکال کې نوموړی د جګړې د وزیر په توګه وټاکل شو؛ د ۱۷۱۰ زکال پر مهال نوموړي د لنډې مودې لپاره د جګړې د وزارت سره په خوا کې د سمندریزو ځواکونو د خزانه دارۍ مسئولیت هم پر غاړه درلود. [۹][۱۰][۱۱]

د لومړي جورج د واکمنۍ پر مهال لومړی وزارت

[سمول]

د والپول تر لارښوونو لاندې پارلمان هڅه وکړه د سویلي سمندر د حباب تر نامه لاندې مالي کړکېچ سره مقابله وکړي. د سویلي سمندر د شرکت د مدیرانو املاک د قربانیانو د خواشینۍ د تسکین په موخه وکارول شول او د دغه شرکت اسهام د انګلستان د بانک او ختیځ هند شرکت ترمنځ ووېشل شول. دغه کړکېچ په کلکه سره د پاچا او وېګ ګوند اعتبار ته زیان اړولی و، خو والپول په خپلو ماهرانه ویناو سره د عوامو په جرګه کې له دواړو دفاع وکړه. [۱۲][۱۳]

د والپول د لومړي وزارت لومړی کال د روچسټر د کشییش فرانسېس آتربري له خوا د جوړې شوې نقشې په کشف سره ځانګړی کېږي. د دغې طرحې په کشف کېدو سره د پاڅون کولو په موخه د یعقوب پالونکو هڅې (په ځانګړې توګه د ۱۷۱۵ او ۱۷۱۹ زکلونو پر مهال پاڅونونه) له ماتې سره مخ شوې. محافظه کار ټروی ګوند هم په همدې کچه ناخوښه و، د دغه ګوند رهبر بولینګ بروک چې د یعقوب پالونکو سره یې د همدردۍ له امله د هغوی له مجازات کولو څخه مخه نیولې وه فرانسې ته وتښتېد، خو له دې سره یې بیا هم په ۱۷۲۳ زکال کې اجازه ومونده بریتانیا ته راستون شي. [۱۴][۱۵]

د لومړي جورج د واکمنۍ په پاتې مهال کې د والپول برترۍ دوام وموند. د پاچا سیاسي واک په تدریج سره مخ پر کمښت و او د هغه د وزیرانو واک بیا مخ پر زیاتېدو و. په کابینه کې د والپول او تاونزند اصلي سیال لارډ کارترېت په ۱۷۲۷ زکال کې د سویلي وزارت له څوکۍ ګوښه کړای شو او یوځل بیا د ایرلنډ د ټیټ پوړي لارډ په توګه وټاکل شو. لارډ کارترېت په ایرلنډ کې له خپلو واکونو څخه په پټه توګه د ووډ هافپنس تولیدي کارخونې په اړونده موضوع کې د ډراپیر له لیکونو ملاتړ وکړ او د والپول قدرت ته یې زیان واړوه. والپول د پټنټ په ګوښه کولو سره وکولای شول له دغې موضوع ځان وباسي. له دې سره د انګلیسي کنټرول پر وړاندې ایرلنډي احساسات راپارېدلي و. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

تاونزند له پاچا سره په همغږۍ، په ځانګړې توګه په ۱۷۲۵ زکال کې له فرانسې او پروس سره د هوکړې اړوند په خبرو اترو کولو سره د لویې بریتانیا په سوله کې ساتلو ته کار وکړ. لویې بریتانیا د یعقوب پالونکو د جګړې له ګواښونو او مالي کړکېچونو څخه په خلاصون وده وکړه او رابرت والپول د لومړي جورج پام وړ وګرځېد. په ۱۷۲۵ زکال کې هغه پاچا اړ کړ څو د ځوانمردۍ نښان بېرته رامنځته کړي او خپله ده ته ورکړل شو چې له امله یې په ۱۷۲۶ زکال کې د ګارتر مخکښ په توګه وټاکل شو او په دې سره یې د «ښاغلي بلوسټرېنګ» مستعار نوم وموند. د هغه مشر زوی بارون وټاکل شو. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۲][۲۲]

د دویم جورج د واکمنۍ پر مهال لومړی وزارت

[سمول]

په ۱۷۲۷ زکال کې د لومړي جورج په مړینې او د دویم جورج په ځای ناستوب سره د نوموړي ځایګی له ګواښ سره مخ شو. د څو ورځو لپاره داسې ښکارېده چې والپول له واکه ګوښه کول کېږي خو د ملکې کارولین په مشوره پاچا هوکړه وکړه چې هغه به په خپل ځایګي پاتې شي. په داسې حال کې چې د پاچا تاونزند نه خوښېد، خو هغه یې هم پر خپل ځایګي وساته. په راتلونکو کلونو کې والپول له تاونزند سره د واک شراکت ته دوام ورکړ، خو دوی دواړه د بریتانیا د بهرنیو چارو، په ځانګړې توګه د اتریش اړوند پالیسۍ پر سر له یوبل سره مخالف شول. په تدریج سره والپول په دولت کې د څرګند واکمن شریک په توګه راڅرګند شو. د هغه د واک شریک د ۱۷۳۰ زکال د مۍ په ۱۵ مه تقاعد شو او دغه نېټه هم ځینې مهال د لومړي وزیر په توګه د والپول د غیررسمي ټاکل کېدو د پیل نېټه بلل کېږي. له حکومت څخه د تاونزند وتلو والپول ته لار هواره کړه څو د ویانا هوکړه ترسره کړي او د انګلیس – اتریش اتحاد رامنځته کړي. [۲۵]

سرچينې

[سمول]
  1. کينډۍ:Cite dictionary
  2. W. A. Speck, Stability and Strife: England 1714–1760 (1977) p. 203
  3. Frank O'Gorman, The Long Eighteenth Century: British Political and Social History 1688–1832 (1997), p. 71
  4. Julian Hoppit, A Land of Liberty? England 1689–1727 (2000) p. 410
  5. "Sir Robert Walpole (Whig, 1721–1742) – History of government". Government of the United Kingdom. نه اخيستل شوی 10 September 2018.
  6. H. T. Dickinson, "Walpole, Sir Robert", in David Loads, editor, Reader's Guide to British History (2003) p. 1338
  7. Paul Strangio; Paul 't Hart; James Walter (2013). Understanding Prime-Ministerial Performance: Comparative Perspectives. Oxford UP. p. 225. ISBN 9780199666423.
  8. Leadam 1899، م. 180.
  9. Speck, Stability and Strife: England 1714–1760 (1977) pp 206–9
  10. Leadam 1899، مم. 181–82.
  11. Leadam 1899، م. 180, 181.
  12. "BBC – History – Historic Figures: Sir Robert Walpole (1676–1745)". نه اخيستل شوی 10 September 2018.
  13. Leadam 1899، م. 187.
  14. "Henry Saint John, 1st Viscount Bolingbroke | British politician". Encyclopedia Britannica. 
  15. Leadam 1899، م. 188.
  16. "BBC – History – George I". نه اخيستل شوی 10 September 2018.
  17. Ferguson, Oliver W., Jonathan Swift and Irelandکينډۍ:Full citation needed
  18. Ehrenpreis, Irvin, Jonathan Swift, vol. IIIکينډۍ:Full citation needed
  19. Coxe, William (1978), Memoirs of the Life and Administration of Sir Robert Walpole, Earl of Orford, pp. کينډۍ:Page needed
  20. "BBC – History – George I". نه اخيستل شوی 10 September 2018.
  21. "This month in history: Sir Robert Walpole becomes Britain's first prime minister | The Gazette". www.thegazette.co.uk.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ ۲۲٫۲ Leadam 1899، م. 190.
  23. "Hall of fame: Robert Walpole, Britain's first PM". thegazette.co.uk. نه اخيستل شوی 10 September 2018.
  24. "Robert Walpole, 2nd Earl of Orford – Person – National Portrait Gallery". npg.org.uk. نه اخيستل شوی 10 September 2018.
  25. Coxe, William (1816). Memoirs of the Life and Administration of Sir Robert Walpole: Earl of Orford (په انګليسي). Longman, Hurst, Rees, Orme, & Brown. p. 19. robert walpole treaty of vienna.