زحل
په نوم د |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
وګړنوم | |
ځای |
مهمې پېښې |
|
---|
قطر |
۱۲۰٬۵۳۶ كيلومتر[۱] |
---|---|
د ځای کچه |
۴۲٬۷۰۰٬۰۰۰٬۰۰۰ كيلومتر مربع[۲] |
الحجم |
۸۲۷٬۱۳۰٬۰۰۰٬۰۰۰٬۰۰۰ کيوبيک کيلوميتر[۲] |
وزن |
برخې | |
---|---|
برخه د |
زحل (سمبول: ) له لمر څخه شپږمه او له مشتري وروسته د لمریز نظام دویمه لویه سیاره ده. د دغې ګازي سیارې شعاع په منځني ډول د ځمکې د هغو له ۹.۵ ځله سره برابره ده. کثافت یې د ځمکې د کثافت یو پر اتمه دی؛ په داسې حال کې چې د خپلې لویې اندازې له امله له ځمکې ۹۵ ځلې لویه ده. په زحل سیارې د رومیانو د سرمایې او کرنې د رب النوع نوم (ساترون) اېښودل شوی و. د ستور پوهنې سمبول یې (♄) یوناني پاپیري Oxyrhynchus ته اړوندېږي، چې لیدل کېږي، له یوې متقاطع کرښې او یوناني kappa-rho کلیماتو څخه جوړ دی او د دغې سیارې لپاره د هغو د یوناني نوم Κρονος (Cronos) لنډیز دی. چې وروسته د یوناني eta توري(حرف) کوچني ډول ته ورته شو او په شپاړسمه پېړۍ کې ورباندې صلیب هم زیات شو.[۴][۵][۶][۷][۸][۹]
رومیانو د اونۍ اومه ورځ د Saturday، Sāturni dies یا ("Saturn's Day") په نوم له زهل یا سترون سیارې سره په اړوندېدو ونوموله.[۱۰]
په ډېر احتمال سره د زحل دننه برخه له اوسپنې- نکل او ډبرو (د سلیکان او اکسیجن له ترکیب) څخه جوړه شوې ده. هسته یې د فلزي هایدروجن د یوې لایې په واسطه پوښل شوې چې منځنۍ لایه یې د مایع هایدروجن او هیلیوم څخه جوړه ده او وروستۍ یې بیا ګازي هغه ده. د زحل په پورتنۍ فضا یا اتموسفیر کې د امونیا د کریسټلونو لرلو له امله کم رنګه ژېړ رنګ لري. داسې اټکل کېږي چې د فلزي هایدروجن په لایه کې برېښنايي چارج لرل په دغه سیاره کې د مقناطیسي ډګر د جوړېدو لامل شوی چې د جذب قوه یې له ځمکې کمه ده، خو د زحل سیارې د لویوالي له امله، د هغو مقناطیسي دوران له ځمکې ۵۸۰ چنده زیات دي. د دغې سیارې د مقناطیسي ډګر پیاوړتیا د مشتري د هغو یو پر شلمه برخې سره برابر دی. باندنی اتموسفیر په معمول ډول ملایم او د تضاد (کنتراست) نه لرونکی دی، خو کېدای شي اوږد مهالې ځانګړنې یې ښکاره شي. په دغه سیاره کې د باد چټکتیا په ساعت کې ۱۸۰۰ کیلومتره (۱۱۰۰ مایله په ساعت، ۵۰۰ متره په ثانیه کې) دی، چې له مشتري زیات دی، خو له نیپتون څخه کم دی.[۱۱][۱۲]
د دغې سیارې تر ټولو څرګنده ځانګړنه، د هغو څرګند کړه ییز(حلقوي) سیستم دی چې د یخ له ذرو، د ډبرو له پاتې شونو او کیهاني دوړو(ګرد) نه جوړ دی. د زحل په مدار کې ۸۳ سپوږمۍ پېژندل شوې، چې په ۵۳ یې په رسمي ډول نومونه اېښول شوي دي؛ چې د دغې سیارې په مدارونو کې، له سلګونو نورو سپوږمکیو جلا دي. تیتان د زحل تر ټولو لویه او په لمریز نظام کې دویمه لویه سپوږمۍ ده، چې له عطارد سیارې لویه ده، خو کثافت یې لږاو په لمریز نظام کې یوازنۍ سپوږمۍ ده چې د پام وړ فضا ( اتموسفیر) لري.[۱۳][۱۴]
طبیعي سپوږمۍ
[سمول]زحل ۸۳ پېژندل شوې سپوږمۍ لري، ۵۳ یې رسمي نومونه لري. په دې سربېره له ۴۰ – ۵۰۰ مترو قطر لرونکې په سلګونو سپوږمکۍ یې په مدارونو کې شته، چې رښتینې سپوږمۍ نه ګڼل کېږي. تر ټولو لویې سپوږمۍ یې، تیتان (Titan)، د دغې سیارې د کړیو په شمول په مدارونو کې ۹۰ سلنه ځای نیولی دی. د زحل دویمه لویه سپوږمۍ رهیا (Rhea) کېدای شي، د خپل ځان لپاره یو نازک حلقوي سیستم او ورسره نازک اتموسفیر ولري.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
یو شمېر نورې سپوږمۍ یې وړې دي: ۳۴ یې له ۱۰ کیلومتره لږ قطر لري او څوارلس نورې یې له ۱۰ نه تر ۵۰ کیلومترو پورې قطر لري. په دودیز ډول د زحل په ډېری سپوږمیو کې د یوناني افسانو د تیتاني رب النوعانو نومونه اېښودل شوي. تیتان په لمریز نظام کې یوازنۍ سپوږمۍ ده چې لوی اتموسفیر لري او د عضوي کیمیا په تړاو پېچلې پېښې په کې رامنځته کېږي. دا یوزنۍ سپوږمۍ ده چې هایدروکابیني زېرمې(مایع میتان او ایتان ګاز) لري.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د ۲۰۱۳ ز کال د جون په ۶ مه، په IAA-CSIC کې ساینس پوهانو راپور ورکړچې، د تیتان په پورتني اتموسفیر کې یې څو حلقوي اروماتیک هایدروکاربونونه (polycyclic aromatic hydrocarbons) موندلي او د ژوندانه لپاره یوه احتمالي موندنه ده. د ۲۰۱۴ ز کال د جون په ۲۳ مه، ناسا ادعا وکړه چې کلک شواهد لري چې د تیتان په اتومسفیر کې موجود نایتروجن له اورت ورېځو (Oort cloud) او لکۍ لرونکو ستورو سره اړیکه لري، نه له هغو توکو سره چې په تېر وخت کې د زحل په جوړېدو کې کارېدلي دي.[۲۴][۲۵]
د زحل سیارې بله سپوږمۍ انسلادوس، چې د کیمیاوي جوړښت له مخې لکۍ لرونکو ستورو ته ورته ده، د مایکرو ارګانېزمي ژوند لپاره بالقوه ځای ښوول شوی دی. د دغه احتمال په شواهدو کې د اقیانوسي مالګې جوړښت ته ورته د دغې سپوږمۍ د مالګې پرېمانه ذرې شاملېږي چې ښيي، له انسلادوس څخه وتل شوی یخ د مالګینو اوبو له تبخیر څخه جوړ شوی. په ۲۰۱۵ ز کال کې کاسیني فضایي ماموریت په انسلادوس کې په میتانوجینسیس (methanogenesis) ډول د ژوندي پاته کېدو عناصر وموندل.[۲۶].[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
د ۲۰۱۴ ز کال په اپریل میاشت کې د ناسا پوهانو خبر ورکړ چې، د زحل په A کړۍ کې، د نوې میاشتې د جوړېدو احتمال شته، چې عکسونه یې د کاسیني له خوا د ۲۰۱۳ ز کال په اپریل میاشت کې اخیستل شوي وو.[۳۳]
د زحل د لیدلو او سپړنې تاریخچه
[سمول]د زهل سیارې لیدنه او سپړنه(کشف) په درېو پړاوونو کې څرګندولای شو. لومړی پړاو لرغونې لیدنه (یوازې په سترګو لیدنه) یعنې د معاصرو تلسکوپونو له اختراع وړاندې پړاو و. دویم پړاو چې په ۱۷ مه پېړۍ کې پیل شو او له ځمکې څخه د تلسکوپ په واسطه لیدل و چې د وخت په تېرېدو یې نوره هم وده وکړه. درېم پړاو بیا د فضایي پلاوو(ماموریتونو) د فضایي توغندیو په واسطه، د هغو له مدار نه نژدې لیدنه ده.
لرغونې لیدنه
[سمول]زحل له تاریخ څخه د مخکنیو زمانو راهیسې پېژندل کېږي او د ثبت شوو تاریخي سندونو له مخې، یو له مهمو افسانوي کرکټرونو څخه دی. بابلي ستور پوهانو په سیستماتیک ډول د زحل خوځښت لیدلی او ثبت کړی دی. په پخواني یونان کې، دغه سیاره د Φαίνων یا Phainon په نامه پېژندل کېدله او د رومیانو پر مهال ورته د "ساترون ستوری" ویل کېده. په لرغونو رومي افسانو کې د فینون سیاره، د کرنې رب النوع ته اړونده بلل کېده، چې له همدې امله یې هم خپل معاصر نوم له هغو اخیستی دی. رومیانو خپل ساتورنس رب النوع له یوناني کرونوس رب النوع سره برابر باله؛ له همدې امله هم، په معاصر یونان کې د دغې سیارې نوم تر اوسه کرونوس – Κρόνος: Kronos پاتې شوی دی.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]
یوناني عالم بطلیموس د زحل د مدار په اړه خپله محاسبه د متقابلو مشاهدو له مخې وکړه. په هندو ستور پوهنه کې، ۹ ستوریز ( نجومي ښکارندو) وجود درلود چې ورته نواګراهاس (Navagrahas) یې ویل او زحل یې په هغو کې شاني "Shani" باله، چې هر څوک په خپل ژوند کې د ښو او بدو کړنو پر بنسټ قضاوت کوي. په لرغوني چینايي او جاپاني کلتور کې د زحل سیارې ته "د ځمکې ستوری" ((土星 وايي. دغه نوم کارول، د هغو پنځو عناصرو له مخې وو، چې په دودیز ډول د طبیعي عناصرو د طبقه بندي په موخه کارېدل.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
له زحل سیارې څخه اروپايي کتنه(مشاهده) (۱۷ مه – ۱۹ مه پېړۍ)
[سمول]د زحل د کړیو ترمنځ د توپیر موندلو په موخه لږ تر لږه ۱۵ میلي متر قطر لرونکی تلسکوپ ته اړتیا وه، له همدې امله تر هغه مهاله چې په ۱۶۵۵ ز کال کریسټین هویګینز (Christiaan Huygens) هغه ولیدلې او په ۱۶۵۹ ز کې یې د هغو اړوند لیکنه وکړه ،شتون یې ناڅرګند و، ګالیله په ۱۶۱۰ ز کال کې په خپل ابتدایي تلسکوپ سره، په تېروتنه فکر وکړ، چې زحل بشپړه ګرده سیاره ده او په دواړو خواوو کې سپوږمۍ نه لري، خو وروسته له هغه چې هویګینز، له تلسکوپي پیاوړي لید څخه کار واخیست، دغه نظر یې رد کړ او د لومړي ځل لپاره د زحل کړۍ ولیدل شوې.
سرچينې
[سمول]- ↑ سرچينې تړی: https://nssdc.gsfc.nasa.gov/planetary/factsheet/saturnfact.html. Object named as: Equatorial radius (1 bar level) (km): 60,268.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ سرچينې تړی: https://nssdc.gsfc.nasa.gov/planetary/factsheet/saturnfact.html.
- ↑ "Saturn Fact Sheet" (in انګرېزي ژبه). خوندي شوی له the original on ۹ اپرېل ۲۰۱۴.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ Brainerd, Jerome James (24 November 2004). "Characteristics of Saturn". The Astrophysics Spectator. خوندي شوی له the original on 1 October 2011. بياځلي په 5 July 2010.
- ↑ "General Information About Saturn". Scienceray. 28 July 2011. خوندي شوی له the original on 7 October 2011. بياځلي په 17 August 2011.
- ↑ Brainerd, Jerome James (6 October 2004). "Solar System Planets Compared to Earth". The Astrophysics Spectator. خوندي شوی له the original on 1 October 2011. بياځلي په 5 July 2010.
- ↑ Dunbar, Brian (29 November 2007). "NASA – Saturn". NASA. خوندي شوی له the original on 29 September 2011. بياځلي په 21 July 2011.
- ↑ NASA (30 November 2010). "Thin air: Oxygen atmosphere found on Saturn's moon Rhea". ScienceDaily. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 November 2011. بياځلي په 23 July 2011.
- ↑ Jones, Alexander (1999). Astronomical papyri from Oxyrhynchus. pp. 62–63. ISBN 9780871692337. خوندي شوی له اصلي څخه په 30 April 2021. بياځلي په 28 September 2021.
- ↑ Falk, Michael (June 1999), "Astronomical Names for the Days of the Week", Journal of the Royal Astronomical Society of Canada, 93: 122–133, Bibcode:1999JRASC..93..122F, خوندي شوی له اصلي څخه په 25 February 2021, بياځلي په 18 November 2020
- ↑ Russell, C. T.; et al. (1997). "Saturn: Magnetic Field and Magnetosphere". Science. 207 (4429): 407–10. Bibcode:1980Sci...207..407S. doi:10.1126/science.207.4429.407. PMID 17833549. S2CID 41621423. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 September 2011. بياځلي په 29 April 2007.
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
and|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
and|archive-url=
specified (help) - ↑ "The Planets ('Giants')". Science Channel. 8 June 2004.
- ↑ Rincon, Paul (7 October 2019). "Saturn overtakes Jupiter as planet with most moons". BBC News. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 October 2019. بياځلي په 11 October 2019.
- ↑ Munsell, Kirk (6 April 2005). "The Story of Saturn". NASA Jet Propulsion Laboratory; California Institute of Technology. خوندي شوی له the original on 16 August 2008. بياځلي په 7 July 2007.
- ↑ Rincon, Paul (7 October 2019). "Saturn overtakes Jupiter as planet with most moons". BBC News. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 October 2019. بياځلي په 11 October 2019.
- ↑ "Solar System Dynamics – Planetary Satellite Discovery Circumstances". NASA. 9 March 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 August 2009. بياځلي په 26 February 2016.
- ↑ Wall, Mike (21 June 2011). "Saturn's 'Ice Queen' Moon Helene Shimmers in New Photo". Space.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 September 2011. بياځلي په 19 July 2011.
- ↑ Tiscareno, Matthew (17 July 2013). "The population of propellers in Saturn's A Ring". The Astronomical Journal. 135 (3): 1083–1091. arXiv:0710.4547. Bibcode:2008AJ....135.1083T. doi:10.1088/0004-6256/135/3/1083. S2CID 28620198.
- ↑ "Saturn's Known Satellites". Department of Terrestrial Magnetism. خوندي شوی له the original on 26 September 2011. بياځلي په 22 June 2010.
- ↑ "Cassini Finds Hydrocarbon Rains May Fill Titan Lakes". ScienceDaily. 30 January 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 November 2011. بياځلي په 19 July 2011.
- ↑ "Voyager – Titan". NASA Jet Propulsion Laboratory. 18 October 2010. خوندي شوی له the original on 26 October 2011. بياځلي په 19 July 2011.
- ↑ "Hydrocarbon lake finally confirmed on Titan". Cosmos Magazine. 31 July 2008. خوندي شوی له the original on 1 November 2011. بياځلي په 19 July 2011.
- ↑ "Evidence of hydrocarbon lakes on Titan". NBC News. Associated Press. 25 July 2006. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 August 2014. بياځلي په 19 July 2011.
- ↑ López-Puertas, Manuel (6 June 2013). "PAH's in Titan's Upper Atmosphere". CSIC. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 August 2016. بياځلي په 6 June 2013.
- ↑ Dyches, Preston; et al. (23 June 2014). "Titan's Building Blocks Might Pre-date Saturn". NASA. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 September 2018. بياځلي په 24 June 2014.
- ↑ Battersby, Stephen (26 March 2008). "Saturn's moon Enceladus surprisingly comet-like". New Scientist. خوندي شوی له اصلي څخه په 30 June 2015. بياځلي په 16 April 2015.
- ↑ NASA (21 April 2008). "Could There Be Life On Saturn's Moon Enceladus?". ScienceDaily. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 November 2011. بياځلي په 19 July 2011.
- ↑ Pili, Unofre (9 September 2009). "Enceladus: Saturn′s Moon, Has Liquid Ocean of Water". Scienceray. خوندي شوی له the original on 7 October 2011. بياځلي په 21 July 2011.
- ↑ "Strongest evidence yet indicates Enceladus hiding saltwater ocean". Physorg. 22 June 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 October 2011. بياځلي په 19 July 2011.
- ↑ Kaufman, Marc (22 June 2011). "Saturn′s moon Enceladus shows evidence of an ocean beneath its surface". The Washington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 November 2012. بياځلي په 19 July 2011.
- ↑ Greicius, Tony; et al. (22 June 2011). "Cassini Captures Ocean-Like Spray at Saturn Moon". NASA. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 September 2011. بياځلي په 17 September 2011.
- ↑ Chou, Felicia; Dyches, Preston; Weaver, Donna; Villard, Ray (13 April 2017). "NASA Missions Provide New Insights into 'Ocean Worlds' in Our Solar System". NASA. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 April 2017. بياځلي په 20 April 2017.
- ↑ Platt, Jane; et al. (14 April 2014). "NASA Cassini Images May Reveal Birth of a Saturn Moon". NASA. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 April 2019. بياځلي په 14 April 2014.
- ↑ کينډۍ:LSJ.
- ↑ Cicero, De Natura Deorum.
- ↑ "Starry Night Times". Imaginova Corp. 2006. خوندي شوی له the original on 1 October 2009. بياځلي په 5 July 2007.
- ↑ "Greek Names of the Planets". 25 April 2010. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 May 2010. بياځلي په 14 July 2012.
The Greek name of the planet Saturn is Kronos. The Titan Cronus was the father of Zeus, while Saturn was the Roman God of agriculture.
See also the Greek article about the planet. - ↑ "Observing Saturn". National Maritime Museum. 20 August 2015. خوندي شوی له the original on 22 April 2007. بياځلي په 6 July 2007.
- ↑ De Groot, Jan Jakob Maria (1912). Religion in China: universism. a key to the study of Taoism and Confucianism. Vol. 10. G. P. Putnam's Sons. p. 300. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 July 2011. بياځلي په 8 January 2010.
{{cite book}}
:|work=
ignored (help) - ↑ Crump, Thomas (1992). The Japanese numbers game: the use and understanding of numbers in modern Japan. Routledge. pp. 39–40. ISBN 978-0415056090.
{{cite book}}
:|work=
ignored (help) - ↑ "Starry Night Times". Imaginova Corp. 2006. خوندي شوی له the original on 1 October 2009. بياځلي په 5 July 2007.
- ↑ Hulbert, Homer Bezaleel (1909). The passing of Korea. Doubleday, Page & company. p. 426. بياځلي په 8 January 2010.
- Pages using the JsonConfig extension
- هغه پاڼي چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1549 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P793 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P2386 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2234 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2067 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P527 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- لمريز غونډال
- لمريز نظام
- ستوري
- ستورپوهنه
- ستورپېژندنه
- فضاء
- تشیال
- CS1 errors: dates
- CS1 maint: unrecognized language
- CS1 errors: redundant parameter
- CS1 errors: periodical ignored