Jump to content

ګيلګيت بلتيستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له گلگت بلتستان نه مخ گرځېدلی)
گلگت بلتستان
گلگت بلتستان


مرکز گلگت (गिलगित)
مساحت ۷۲،۴۹۶
وگړو شمېر ۱،۸۰۰،۰۰۰
ژبې اردو
شینا
بروشسکی
بلتی
کھوار
والي پیر کرام علي شاه
رایجې پیسې پاکستانی روپیه

ګلګت بلتستان یا شمالي علاقه جات د پاکستان د پاکستان په شمال کې يوه خپلواکه سيمه ده چې د پاکستان تر نفوذ لاندې شمېرل کېږي او د پاکستان د يوه ايالت په درجه ورته کتل کيږي. دغه سيمه په اصل کې د کشمير يوه برخه ده چې پرې د پاکستان او هند تر منځ لويه لانجه ده. په ۲۰۰۹ کې د پاکستان قامي جرگې گيلگيت بلتيستان ته د پنځم نيم-ولايت درجه ورکړه۔ دا ایالت ۷۲،۴۹۶ کیلومتره مربع پراخوالی لري او مرکز یی د گيلگيت ښار دی. گيلگيت بلتيستان په شمال کی له افغانستان سره، په شمال ختیځ کی له چین سره، په سوېل ختیځ کی له جمو او کشمير سره، په سوېل کې له ازاد کشمير سره او په لوېدیځ کی له خیبر پښتونخوا سره سرحد لريی.

ولسوالۍ

دا ایالت اووه ولسوالۍ لري، چې دوه په بلتيستان کې، درې په گيلگيت کې او دوه نورې یې په هونزه نگر کې دي.

ډېوېژن ولسوالۍ مساحت (مربع کلومیٹر) وگړي (1998ء) مرکز
بلتستان گانچي ولسوالۍ 9,400 165,366 خپلو
  سکردو ولسوالۍ 8,000 214,848 سکردو
  شگر 8,500 109,000 شگر
  کھرمنگ 5,500 188,000 طولطی
گلگت استور ولسوالۍ 8,657 71,666 گوری کوٹ/عید گاہ
  دیامر ولسوالۍ 10,936 131,925 چلاس
غذر ولسوالۍ 9,635 120,218 گاہ کچ
  گلگت ولسوالۍ 39,300 383,324 گلگت
  ہنزہ۔نگر ولسوالۍ 20,057 112,450 علي آباد
گلگت او بلتستان۔ ټول 9 ولسوالۍ 119,985 1,496,797 گېلگېت
د هونزه۔نگر نوې ولسوالۍ ټول مساحت او وگړي اوس لپاره له گېلگېت سره شامل دی، ځکه چې سمه شمېره یې تر دې دمه نه ده معلومه:
گېلگېت بلتستان ټول مساحت او د وگړو سمه شمېره نشته، نو دې لپاره یواځې د ټولو مساحتونو سم مساحت راوړو.